خبرونه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسمو ته وویل، نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز مرکز په پرانیستې سره د ګډو تجارتي اړیکو او سیمهییزې همکارۍ په برخه کې یو ډېر اساسي ګام اخیستل کېږي.
ټاکل شوې چې نن پنجشنبه به په دغه ښار کې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د ا.ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبیکستان د لومړي وزیر، د آذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز...
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر الله ذاکر په بېلابېلو برخو کې د یوناما له همکاریو په مننې وویل، ناستې او بحثونه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې د نږدې کېدو سبب کېدای شي او افغان حکومت غواړي...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري او د هغوی د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، ډاکټران د دې هېواد ستره سرمایه ده، او هېوادوال ورته په هر حالت کې ډېره اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، په کور دننه او بهر د لوبو پر مهال دیني او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړئ او دغه راز د اسلامي امارت پیغام په هر بهرني ډګر کې بیان کړئ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پغمان قومي مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د جهاد له بریا وروسته اسلامي امارت افغان ولس ته خدمات برابروي او د اسلامي امارت ټولې کړنې د خلکو...