خبرونه

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئيس د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس او لوبډلمشر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
سنبله ۱۶، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئيس ‌‌‌‌‌‌محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن مازدیګر د افغانستان د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ رئيس میرویس اشرف او لوبډلمشر محمدنبي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ملت له منځه د ملت خدمت ته راپورته شوی دی
سنبله ۱۵، ۱۴۰۱

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: ټول افغانان د هېواد د ابادۍ په اړه مسئول دي
سنبله ۱۵، ۱۴۰۱

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په د هېواد له سیاسي شخصیت محترم ګل الرحمن قاضي سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل...

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو تر ۳زره ډېر سوالګر راټول کړي دي
سنبله ۱۴، ۱۴۰۱

د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده (حفظه‌الله) د حکم پر اساس او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې د روان 1401 لمریز کال...

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د افغانستان طبي شورا غړو سره وکتل
سنبله ۱۳، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن غرمه د ډاکتر احمد شاه شکوهمند په مشرۍ د افغانستان طبي شورا له غړو سره وکتل...

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولايت کې د افغانستان د علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او پانګوالو جوړه شوې غونډه کې د ګډون او وينا په موخه دغه ولايت ته سفر وکړ
سنبله ۱۱، ۱۴۰۱

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د هغه سوداګرو، علماوو او د هرات ولایت له مسؤولینو څخه مننه وکړه، چې یاده غونډه یې ترتیب کړې وه...

له امریکایي اشغال څخه د ګران هیواد د آزادۍ د لومړۍ کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
سنبله ۰۹، ۱۴۰۱

د متعال رب جل جلاله ځانګړی کرم او نصرت دی، چې زموږ مؤمن او مجاهد ولس ته یې یوه لویه آزادي او فتحه الله جل جلاله ور په برخه کړه.زموږ مؤمن او مجاهد ولس ته لازمه ده چې ددې عظیمي آزادۍ او فتحي شکر اداء کړي...