خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د النور انستیتیوت  استادانو کتنه
دلو ۰۵، ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن غرمه د النور انستیتیوت موسس انجنیر نورخان  او استادانو سره وکتل. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د هلمند او دایکنډي یو شمېر اهل تشیع متنفذینو  کتنه
دلو ۰۵، ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د هلمند او دایکنډي یو شمیر متنفذینو او مشرانو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګوالو اتحادیې د استازو کتنه
دلو ۰۵، ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن غرمه د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګوالو اتحادیې رئیس حاجي عبدالباري په ګډون د دغې اتحادیې یو شمېر استازو سره وکتل. 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا سره په ارګ کې وکتل
دلو ۰۴، ۱۴۰۰

محترم حنفي د جاپان له بشري مرستو د مننې ترڅنګ د دواړو هيوادونو اړيکې نيکې او تاريخي وبللې او د هغو پر پياوړتيا او پراختيا يې ټينګار وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير په افغانستان کې د جاپان سفير سره وکتل
دلو ۰۴، ۱۴۰۰

په افغانستان کې د جاپان سفير په پيل کې د افغانستان اقتصادي کنفرانس ترسره کېدو مبارکي وويله او هغه يې مهم فرصت وباله. همداراز د اقتصادي ځان بسياينې لپاره يې د ا.ا.ا رهبرۍ عزم وستايه.

د نوي پيل تر سرلیک لاندې د افغانستان د اقتصاد کنفرانس جوړېدل
جدی ۳۰، ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د افغانستان د اقتصاد کنفرانس چې د «نوي پیل» په نوم په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، په خپله وینا رسما پرانیست.