د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په پکتیا کې کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانيست
ثور ۱۶، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې ښارګوټي د پرانيستې مراسمو کې د قطر هیواد د سرې میاشتې بشردوستانه همکارۍ څخه په مننې وويل، ټول افغان مهاجرین د اشغال په وخت کې د دین او خپلو ملي نوامیسو د دفاع په...

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظور کړې
ثور ۱۶، ۱۴۰۴

د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه نوبتي غونډه چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه، له اجنډا سره سم ۲۷ پروژې په کې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظور او درې لغوه شوې.

د کابينې غونډې په هیواد کې د نفوس شمېرنې او تعمیراتي چارو پر چټکتیا بحث وکړ
ثور ۱۶، ۱۴۰۴

د کابينې غونډې، د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې رئیس حاجي عبدالقاهر په مشرۍ یو هیئت ته دنده وسپارله، چې د هیواد د وګړیو نفوس شمېرنې اړوند ناسته وکړي، په دې اړه دې د جوړې شوې طرحې ټول اړخونه وڅېړل شي او وروستی راپور دې...

د رياست الوزراء اداري مرستيال اهل تشيع علماوو او مشرانو سره وکتل
ثور ۱۴، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د پاليسۍ پر اساس ټول افغان ملت سره وروڼه دي او د هيچا پر وړاندې تبعيض او تعصب ته اجازه نه ورکول کيږي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کابل ولایت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا وکړه
ثور ۱۲، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته وویل کله چې مو خپل مسؤلیت په اطاعت او د شریعت د اصولو مطابق ترسره کړ، نو الله تعالی به مو همېشه نصرت وکړي او هیڅکله به ناکامه نشئ، د الله تعالی په لاره کې له هيڅ راز سختۍ څخه مه...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند راستنو شوو هېوادوالو ته: خپلې ازادې خاورې، خپل کلي او وروڼو ته پخیر راغلۍ
ثور ۱۰، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له راستنو شوو هېوادوالو سره د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن، وکتل.

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی په مشري د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۸مه، ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د اقتصادي کمېسیون دوهمه ځانګړې غونډه ترسره شوه
ثور ۱۰، ۱۴۰۴

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب په مشري د اقتصادي کمېسیون په دوهمه ځانګړې غونډه کې د یو منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړل شوه. له شپږو میاشتو وروسته به د پخوا...