د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي سره وکتل
ثور ۰۸، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو رااېستلو ته هم اشاره وکړه او وې ویل، دا پروسه د ګاونډیتوب اصولو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې ده چې په دوه اړخیزو اړیکو یې منفي اغېز کړی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان جامعه دارالعلوم له رئیس او زده کوونکو سره وکتل
ثور ۰۶، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د جوزجان جامعه دارالعلوم له رئیس محترم شیخ الحدیث مفتي عبدالحفیظ قرشي سره وکتل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فاریاب ولایت د مرکز او مختلفو ولسوالیو علماوو او متنفذینو سره وکتل
ثور ۰۶، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام پیاوړتیا، د یووالي ساتلو، په ټولنه کې د علماوو او مجاهدینو د مسؤلیتونو او په مختلفو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او علماء او مجاهدین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.

د فاریاب قیصار ولسوالۍ ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال سفر او د هغې ولسوالۍ علماوو، مشایخو، مجاهدینو، متنفذینو، مخورو او مسؤلینو سره لیدنه
ثور ۰۵، ۱۴۰۴

په دې کتنه کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام، یووالي او امنیت د ټینګښت لپاره د قیصار ولسوالۍ د خلکو د مبارزو او سرښندنو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه یې د افغان کډوالو پر وړاندې چې په اجباري توګه له ګاونډیو هیوادونو رااېستل...

په فاریاب کې راستنو شويو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانيستل شو
ثور ۰۵، ۱۴۰۴

د پرانيستې مراسمو کې يې د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د اسلامي امارت رهبري او مسؤلين دوامداره هڅې کوي، ترڅو راستنو شويو هيوادوالو ته د هوساينې زمینه او ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په سرپل کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو
ثور ۰۴، ۱۴۰۴

دا ښارګوټی چې ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت مشران او مسؤلین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو هیوادوالو ته د هوساینې...

په جوزجان کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو
ثور ۰۴، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په داسې حال کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د جوزجان مرستیال والي محترم مولوي نورالدین عمیر او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسؤلینو هم حضور درلود، د دې ښارګوټی...