خبرونه
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کمېسیون د فعالیتونو په اړه وویل، په پیل کې هر مهاجر چې هیواد ته راستنېږي د هرکلي کمېټې له لورې ثبت، تثبیت او بایومتریک کېږي، تر څو ثابته شي چې دا شخص زموږ مهاجر هیوادوال دی یا نه، وروسته د موقتې...
د دې لیدنې په جریان کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو رئیسانو سره غونډه وکړه، د کمېټو د کار بهیر یې وارزاوه او د رااېستل شویو کډوالو وضعیت یې له نږدې وکوت.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته وینا وکړه، د پکتیا ولایت د مسؤلینو فعالیتونه یې وستایل او زیاته یې کړه، الله تعالی یو ښه فرصت راوستلی دی، د الله تعالی شکر ادا کړئ چې د علم، د دین، د اسلام د خدمت کولو، او د اتفاق،...
په غونډه کې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې وشوې. له تفصیلي بحث وروسته د بازار او خلکو لېوالتیا ته په کتو د سهامي شرکتونو رامنځته کېدل اړین وبلل شول چې له مخې به یې ثابته او غیر متحرکې پانګې په حرکت راوستل شي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د چارو ادارې، کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ له استازو څخه جوړ شوي هیئت ته...
محترم مولوي ذاکر الله ذاکر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د نړۍ قدرتونو په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان یرغلونه وکړل؛ خو ولس په خپلې مېړانې او قربانۍ سره، د هغوی پر ضد جهاد چې د اسلام ساتنه یې موخه وه، بریالی کړ.
له اجنډا سره سم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ترانزیټ په برخه کې د موجودو ستونزو پر حل او د اړینو اسانتیاوو په برابرولو، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزه کولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو، د ترانسپورټ په برخه کې...