د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال په کنړ ولایت کې د کډوالو نوی ښارګوټی پرانیست
حمل ۲۳، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کمېسیون د فعالیتونو په اړه وویل، په پیل کې هر مهاجر چې هیواد ته راستنېږي د هرکلي کمېټې له لورې ثبت، تثبیت او بایومتریک کېږي، تر څو ثابته شي چې دا شخص زموږ مهاجر هیوادوال دی یا نه، وروسته د موقتې...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ید و شمېر اعضاوو د یاد کمېسیون د کمېټو د مسئولینو، د ننګرهار د والي او ځینو محلي مسئولینو په ملتیا په تورخم کې عمري کمپ څخه لیدنه وکړه
حمل ۲۲، ۱۴۰۴

د دې لیدنې په جریان کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو رئیسانو سره غونډه وکړه، د کمېټو د کار بهیر یې وارزاوه او د رااېستل شویو کډوالو وضعیت یې له نږدې وکوت.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د پکتیا ولایت له والي او د یاد ولایت د ټولو امارتي ادارو مسؤلینو سره وکتل
حمل ۲۲، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته وینا وکړه، د پکتیا ولایت د مسؤلینو فعالیتونه یې وستایل او زیاته یې کړه، الله تعالی یو ښه فرصت راوستلی دی، د الله تعالی شکر ادا کړئ چې د علم، د دین، د اسلام د خدمت کولو، او د اتفاق،...

د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي
حمل ۲۱، ۱۴۰۴

په غونډه کې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې وشوې. له تفصیلي بحث وروسته د بازار او خلکو لېوالتیا ته په کتو د سهامي شرکتونو رامنځته کېدل اړین وبلل شول چې له مخې به یې ثابته او غیر متحرکې پانګې په حرکت راوستل شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شوو پرېکړو د تعقیب غونډه جوړه شوه
حمل ۲۱، ۱۴۰۴

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د چارو ادارې، کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ له استازو څخه جوړ شوي هیئت ته...

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو او څو تنو لوبغاړو سره وکتل
حمل ۲۰، ۱۴۰۴

محترم مولوي ذاکر الله ذاکر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د نړۍ قدرتونو په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان یرغلونه وکړل؛ خو ولس په خپلې مېړانې او قربانۍ سره، د هغوی پر ضد جهاد چې د اسلام ساتنه یې موخه وه، بریالی کړ.

د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو
حمل ۲۰، ۱۴۰۴

له اجنډا سره سم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ترانزیټ په برخه کې د موجودو ستونزو پر حل او د اړینو اسانتیاوو په برابرولو، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزه کولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو، د ترانسپورټ په برخه کې...