خبرونه
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، څرنګه چې د اسلامي نظام ټینګښت د ټولو افغانانو شریک ارمان وو، نو هر افغان پر حکومت حق لري او کولای شي په زغرده خپل نظریات...
د نمونوي روغتون د چارو د پرمخبېولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد پلاوي د محترمو غړو په حضور ترسره شوه.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګازو د ۵۰ مېګاواټه، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه، په کابل ولایت کې له جامدو کثافاتو او په سمنګان ولایت کې...
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او د یادې پروژې مسوولینو ته یې د دې ملي پروژې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د فاریاب سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د هغې نوې ټاکل شوې مرستیالې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جهادي دورو کې د بغلان د ولسونو مبارزه وستایله او راغلو مسؤلینو ته یې په خطاب کې وویل، تر خپل توان ولس ته د خدمت هڅه وکړئ او د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه د خلکو سلا مشورې واورئ.