خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د دوی له معلوماتو په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو دولتي او خصوصي ادارو ملاتړ کوي او ټول ملت ته خدمت خپل مسؤلیت بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الثاني ۱۸مه/تلې۳۰مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې مهتمم سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او هغوی ته د هوساینې او ارامي...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د خصوصي ښوونځیو د فعالیت ستاینه او د هغوی مننه وکړه چې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې هڅې کوي.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د دفتر لوی ریاست د حکومت او ملت ترمنځ د نښلونکي پله په توګه تل له بېلابېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه غونډې جوړې کړې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د شيلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل او کارکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یاد بنسټ د فعالیت او هڅو ستاینه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مجاهدينو او مسؤلينو کړنې او فعاليتونه وستايل.