خبرونه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او يو شمېر ملي سوداګرو سره وليدل
میزان ۲۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له يادو ملي سوداګرو سره پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له دوی او ټولو سوداګرو مننه وکړه، چې په هیواد کې پانګونه کوي او په سختو شرایطو کې یې افغانان یوازې نه دي پريښې.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د باميان ولايت يو شمېر مخورو او د پوهنتون استادانو سره وکتل
میزان ۲۲، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو مخورو او استادانو سره په دې ليدنې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د هیواد په کچه ټول سیمه يیز چارواکي مسؤلیت لري چې د ځايي مخورو، علماوو او ولسونو مشورو ته په پام خپلې چارې مخکې یوسي او پر وخت د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وچې مېوې د بسته بندۍ او صادراتو ټولنې د نوي رئیس او مرستیالانو د معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه
میزان ۲۲، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د وچې مېوې د نویو مسوولینو ټاکلو ته په اشارې سره وویل، اړونده مسوولې ادارې به ورسره همکارې وي او د چارو د لاښه والي لپاره به یې هر ډول لاس نیوی وکړي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون اختتامیه مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
میزان ۲۱، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د امام ابو حنیفه ملي او نړیوالو نندارتون له جوړونکو او مسؤلو ادارو په مننې وویل، دا ډول ناستې د افغان او بهرنیو سوداګرو تر منځ د تجربو شریکولو او د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو د معرفي کېدو لپاره ګټورې دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ او ګوجر قوم له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره وکتل
میزان ۲۱، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د دره نور ولسوالۍ او ګوجرو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت او قومونو تر منځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکي ښکارندويي ده.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
میزان ۱۹، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو
میزان ۱۹، ۱۴۰۳

د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.