خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه
میزان ۱۷، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې د پاکې انرژۍ یوه داسې پروژه پيلېږي، چې هغه نه یوازې د چاپېریال ساتنې په برخه کې زموږ...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه
میزان ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان او سیمې د هېوادونو اړیکي، په اقتصادي او سوداګریزو همکاریو استوارې او پراخې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه
میزان ۱۶، ۱۴۰۳

په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم حضور درلود، د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې.

د تخار ولایت د چاه اب ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
میزان ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د تامین په برخه کې د چاه اب ولسوالۍ د مسوولینو او مجاهدینو د کړنو او زحمتونو ستاینه وکړه.

له یو شمېر اهل تشیع علماوو، سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
میزان ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د عامه اذهانو د روښانولو او د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق په ټینګولو کې د علماوو او مشرانو د کوښښونو قدرداني وکړه.

له یو شمېر اهل تشیع مخورو او علماوو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
میزان ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی د هڅو او همکاریو ستاینه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
میزان ۱۵، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، په سیمه‌ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې هر هېواد د خپلو محصولاتو او تولیداتو پر اساس ځانګړی ځای او اهمیت لري او د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي چې...