خبرونه
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټول افغانان یې د مالکیت حق لري.
د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع راغلو مشرانو او علماؤ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د ستونزو، مشورو او وړاندیزونو له شریکولو په مننې د اشغال پر مهال د یادې ولسوالۍ د ولسونو قرباني...
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د شل کلن جهاد او د اشغال د خاتمې پرمهال د محمداغې ولسوالۍ په ګډون د هیواد د هرې سیمې مجاهدینو زحمتونه ګاللي او ډېرې قربانۍ...
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له یادو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د جهاد په کلونو کې د افغانستان د نورو ولایتو په څېر د بغلان مجاهدینو هم بېسارې قربانۍ ورکړې او سختۍ یې وزغملې.
محترم سیاسي مرستیال له لغمان او ننګرهار څخه راغلو علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي چې د شته ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات وکړي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو خپل ټول عمر د هیواد د اولادونو ښوونې او روزنې ته وقف کړی او ستاسو د طرحو او وړاندیزونو مننه کوو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت (سپېدار ماڼۍ) جامع جومات کې نن د اسلامي امارت د ځینو مشرانو او مسؤلینو په ګډون د حضرت محمد ص د مبارک سیرت په اړه غونډه ترسره شوه.