خبرونه
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او برنامو مننه وکړه.
د اداري کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د امنیت ساتلو په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، په پوځي برخو کې د وړ کسانو ګومارل او د مجاهدینو هڅو په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین کړی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت علماوو او متنفذینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین او په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدماتو، ارامي او هوساینې برابرول، د اسلامي امارت...
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال خلکو ته د خدماتو برابرول، د امنیت او ارامي تامین د اسلامي امارت د مسوولینو له دندو څخه وبلل او وې ویل، په مرکز او ولایتونو...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د اسلامي نظام په ټينګښت کې د علماؤ ونډه مهمه وبلله وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین د ښې حکومتولۍ او شرعي احکامو په تطبیق کې د علماؤ لارښوونو ته ځانګړي ارزښت ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې د یاد کمېسیون د محترمو غړو په حضور کې ترسره شوه.