خبرونه
محترم سیاسي مرستیال له لغمان او ننګرهار څخه راغلو علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي چې د شته ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات وکړي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو خپل ټول عمر د هیواد د اولادونو ښوونې او روزنې ته وقف کړی او ستاسو د طرحو او وړاندیزونو مننه کوو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت (سپېدار ماڼۍ) جامع جومات کې نن د اسلامي امارت د ځینو مشرانو او مسؤلینو په ګډون د حضرت محمد ص د مبارک سیرت په اړه غونډه ترسره شوه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او برنامو مننه وکړه.
د اداري کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د امنیت ساتلو په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، په پوځي برخو کې د وړ کسانو ګومارل او د مجاهدینو هڅو په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین کړی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت علماوو او متنفذینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین او په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدماتو، ارامي او هوساینې برابرول، د اسلامي امارت...