خبرونه
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، په کومو نړیوالو ناستو کې چې د اسلامي امارت مشرانو ته د ګډون ونډه ورکړل شوې، هغه ناستې مؤثره تمامې شوي. موږ تل د خبرو او تفاهم له لارې پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادلې ته حاضر یوو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو مسوولینو او محصلینو څخه د مننې تر څنګ د افغانستان پېژندنې د برنامې په پیل خوښي وښوده او په دغه برخه کې یې د استادانو او مسوولینو هڅې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د اسلامي امارت نظام د تحکیم په برخه کې د هیواد د علماوو د کوښښونو او سرښندنو مننه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، الحمدلله دا مهال په هیڅ برخه کې هیڅ ډول ستونزه نشته او مسوولین هیوادوالو ته د خدماتو برابرولو کوښښ کوي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې شویو ویجاړیو ته په اشارې وویل، دغه ویجاړي او زیانونه بیارغاونې او ودانولو ته اړتیا لري چې خوشبختانه د اسلامي امارت په بریا سره په هیواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د مس عینک...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، ولسونو ته د ټولنیزې هوساینې برابرول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له خپلو ټولو شته امکاناتو استفاده کوي.