خبرونه
محترم مولوی عبدالسلام حنفي د اسلام مبین دین له نظره د کار ارزښت ته په اشارې وویل، د اسلام مبین دین کې د کار او تنخوا اخیستل ځانګړی ارزښت لري او د قرانکریم په څو ایتونو او حدیثونو کې په کراتو ورباندې ټینګار شوی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د دارالانشأ رئيس محترم مولوي ذاکر له بهره راغلي د تېرې ادارې ډيپلومات او پوځيانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل ، اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه د غچ فکر نه لري او د افغانستان د غوره راتلونکې...
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کار ملي کنفرانس د دویمې ورځې غونډه چې د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو، د امارتي ادارو، خصوصي سکتور او د ملي او بین المللي بنسټونو یو شمېر استازو...
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال د مس عینک پروژه له مهمو او حیاتي پروژو څخه وبلله او زیاته یې کړه، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او اوسمهال پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پيل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان او لوګر ولایتونو علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په تېرو جهادي دورو کې د هغوی د قربانیو ستاینه وکړه. د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت له بریا...
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کار په ملي کنفرانس کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي ازادۍ، خپلواکۍ، اسلامي حکومت، امنیت او ثبات او په هیواد کې د درې ګونو محکمو له لارې د عدالت ټینګښت ته په اشارې وویل، نن زموږ په هیواد کې هیڅوک نشي کولی اسلامي مقدساتو ته سپکاوی وکړي،...