خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت ته په سفر روان شو
اسد ۰۸، ۱۴۰۳

په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ایران اسلامي جمهوريت د نوي ټاکل شوي ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو مقاماتو سره...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموينې غوره زده کوونکي وستايل
اسد ۰۷، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: نن خوښ يوو چې زموږ ځوانانو هم په اسلامي تعليماتو او هم په عمومي تعليماتو کې د لوړو نمبرو په ترلاسه کولو سره افغان ملت ته وياړونه په برخه کړل، له همدې...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو پر مخ وړو لپاره د ټاکل شوي پلاوي غونډه ترسره شوه
اسد ۰۷، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې، لومړی د متخصصینو کمېټې غړو د ورسپارل شویو دندو او همداراز د دې روغتون د تعمیراتي چارو د جریان، د وسایلو، تجهیزاتو او اړینې طبي ماشینرۍ د برابرولو او ځای پر ځای کولو او د مسلک او وړتیا پر اساس...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پروان د سالنګ او سرپل ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو او مجاهدينو سره وکتل
اسد ۰۶، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبير د سالنګ ولسوالۍ راغلو قومي مخورو او مجاهدينو ته ډاډ ورکړ چې د دې ولسوالۍ جامع جومات جوړولو ته به ځانګړی پام وشي. دغه راز یې زیاته کړه، د سالنګ د سړکونو بیارغونه د اسلامي امارت له کاري لومړيتوبونو...

د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د برېښنایي سکنرونو د نصب قرارداد لاسلیک شو
اسد ۰۶، ۱۴۰۳

د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت د هېواد په (تورخم، حیرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، آقینې او شیرخان) بندرونو کې د هر ډول توکو د سکن کولو په موخه...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال سره وکتل
اسد ۰۴، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اقتصادي او مهم سياسي شريک په توګه له افغانستان څخه د چين د ملاتړ مننه وکړه وې ويل، چين دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دايمي غړي په توګه په نړيوال سټيج د افغانستان د دريځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال پخواني سناتور محمد هاشم الکوزي سره وکتل
اسد ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانانو ترمنځ د یووالي پر پياوړتیا ټينګار وکړ وې ویل، اوس په افغانستان کې د ټولو شخصیتونو او قومونو لپاره د ورورګلوۍ او مسالمت امېزه ژوند زمینه برابره شوې ده.