خبرونه
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د غوښتنو په اړه وویل، اسلامي امارت تر خپله وسه او خپلو امکاناتو ته په پام رسیدګي کړې او لازم اقدامات به وکړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، اسلامي امارت د زیاتې قربانۍ په ورکولو سره وتوانید په افغانستان کې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم کړي. دا مهال په هیواد کې سرتاسري امنیت تأمین دی او مسؤلین یې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له لورې ټولو مالیاتي جریمو ته په اشارې د اصنافو او کسبګرو لپاره د ثابتې مالیې د تخفیف، د هغو اصنافو مالیاتي معافیت چې په کال کې تر دوه میلیونو افغانیو توکي پلوري او هغوی...
محترم مولوي عبدالکبیر تېره اوونۍ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی وو چې بیا له هغه ځایه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د جنازي...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او د جوزجان د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې درېيمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر لومړۍ/ زمري ۱۵مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له هیچا سره نزاع او مشکل رامنځته کول نه غواړي، بلکې غواړي چې د دوحې تړون په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري.