خبرونه

د جوزجان مرستیال والي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
اسد ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او د جوزجان د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.

د کابینې درېيمه غونډه؛ د امو سيند سواحلو استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه
اسد ۱۵، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې درېيمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر لومړۍ/ زمري ۱۵مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې. ‍

په دوحه کې له مېشتو یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماتانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ناسته
اسد ۱۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له هیچا سره نزاع او مشکل رامنځته کول نه غواړي، بلکې غواړي چې د دوحې تړون په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په قطر کې له مېشتو افغانانو سره ولیدل
اسد ۱۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په قطر کې له مېشتو افغانانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري، چې د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ
اسد ۱۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نوموړي له شهادت یوه ورځ وړاندې په تهران کې له شهید هنیه سره ولیدل، د فلسطین د مجاهدینو د برحقه مبارزې ملاتړ یې وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت د خپلو مجاهدینو ورونو ترڅنګ ولاړ دی.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دوحه کې د اسلامي امارت سياسي دفتر څخه ليدنه وکړه
اسد ۱۲، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر د چارو ستاینه وکړه او د یاد دفتر ارزښت ته په اشارې يې وویل، د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر د اسلامي امارت د سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزناکه...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د شهيد اسماعيل هنيه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ
اسد ۱۱، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ، د حماس غورځنګ د سیاسي برخې مشر شهید دوکتور اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه، له تهران څخه قطر ته ولاړ.