خبرونه

د بدخشان ولایت مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
اسد ۲۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت مرستیال سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدماتو، اسانتیاوو او ارامي برابرول ...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان اسلامي امارت د بریا او د زمري ۲۴ د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
اسد ۲۴، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او له سیمې هاخوا هیوادونو سره ښې اړیکې او نیک تعامل غواړي او هغوی دې هم له افغانستان سره ښې اړیکي او نیک تعامل غوره کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د بریا او د کابل د فتحې د درېیمې کلیزې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
اسد ۲۴، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت پراخې غېږې ته په اشارې وویل د اړیکو کمېسیون له لارې د پخوانۍ ادارې ټولو چارواکو او مسوولینو ته د راتګ زمینه برابره شوې او کولای شي په ډاډه زړه خپل هېواد ته راستانه شي.

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو
اسد ۲۳، ۱۴۰۳

همدارنګه د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د شته حکمونو او فرمانونو په رڼا کې دې د کارګرانې ملي اتحادیې اساسنامه تعدیل، د جواز ستونزه یې حل او په اساسنامه کې دې د جایدادونو برخلیک روښانه کړي

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل
اسد ۲۲، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او دوی ته یې په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار د هډې فارم يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل
اسد ۲۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان وروسته له ډېرو کړاوونو او تکلیفونو د ارام ساه اخیستې ده، چې باید ټول افغانان یې د ابادۍ لپاره سره یو موټی شو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لویې پکتیا له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل
اسد ۲۰، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبد الکبیر زياته کړه، اسلامي امارت لېرې پرتو سیمو ته د پراختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه لري او په هېواد کې د متوازن انکشاف د رامنځته کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.