خبرونه

له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانیستل شو
جوزا ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او هغو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د دغه صندوق رامنځته کول مهم وبلل او ویې ویل، چې په دې سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت...

له یو شمېر اهل تشیع علماوو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د بېلابېلو اقشارو ګډ کور دی او اسلامي امارت د یو مسوول حکومت په توګه د ټولو افغانانو په خدمت کې قرار لري.

د تخار او جوزجان ولایتونو یو شمېر علماو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار او جوزجان ولایتونو علماوو سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د امنیت تامین، د خلکو د ستونزو حل او د غوره خدماتو برابرول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي...

د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګډون او وینا
جوزا ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ وویل، چاپیریال ساتنه نه یوازې د انسانانو د ژوند لپاره اړینه ده، بلکې په هغو کې د نغښتو حکمتونو پربنا د خدای تعالی د رضا لامل هم کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اندونیزیا جمهوریت د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال او مل پلاوي سره وکتل
جوزا ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي او اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې، چې پکار ده دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

د ممتازو فاضلانو او محصلینو په تشويقي مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
جوزا ۱۵، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغو فاضلانو او محصلینو ته چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړي مبارکي وویله زیاته یې کړه، که چېرې موږ خپل عالم او مفتي ونلرو اړ کېږو چې له بل اسلامي هېواد څخه عالم یا مفتي راولو، که چېرې تکړه او پوه ډاکټران...

په عربي نړۍ کې له وتلی صحافي، لیکوال او دسیاسي چارو له شنونکي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۴، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې زیات کارونه ترسره شوي چې د افغانستان اسلامي امارت له لاسته راوړنو حسابېږي.