خبرونه

د ا.ا.ا د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ریاست الوزراء اړوندو ادارو د همغږۍ غونډه ترسر شوه
حوت ۱۳، ۱۴۰۲

رئیس الوزرا د چارو د لا ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه وکړه، چې خپلو مسؤولیتونو ته دې متوجه واوسي، ټول باید له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه ګرځي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د سپين زر فابريکې رئيس او ملي سوداګر محب الله اورياخېل سره وکتل
حوت ۱۳، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو د امنيت تأمين او د اقتصادي او پانګونې زمينو پراختيا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: افغانستان په انزوا کې نه، د نړۍ د توجه په محوریت کې قرار لري
حوت ۱۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل
حوت ۱۳، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اچین ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په ليدنې خوښي وښوده وې ويل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر مهال درانه زيانونه وليدل او د اسلامي نظام حاکميت لپاره يې قربانۍ او زحمتونه د هېرېدو نه دي.

د بغلان له یو شمېر علماؤ او بېرته راستنو شویو مهاجرو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
حوت ۱۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خلکو ته د ټولنیزې هوساینې ایجاد او دوی ته د لازمو اسانتیاؤ برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جینوا کال بین المللي موسسې له عمومي رئيس سره وکتل
حوت ۱۲، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، افغانستان سره د جینواکال له مرستو په مننې وویل، په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د مرستندویه او بې طرفه بنسټونو فعالیت ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له علماؤ، متنفذینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
حوت ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، علمای کرام او مخور د هیواد د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د ملي وحدت د ټینګښت او د عمومي فکرونو په روښانولو کې اغېزمن رول لري.