خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکر نن د بادغیس ولایت یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي اولی میاشتې په ۶ او ۷ نېټه په کندهار ولایت کې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله تعالی) په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شوری غونډه وشوه.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري د وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن د یوناما د سیاسي برخې له مشر ښاغلي سکاټ سميت سره وکتل.
د پخوانۍ ادارې مقاماتو او اعضاوو ته د مصوونیت کارتونو د ورکړې په بهیر کې نن یوشمېر پخوانیو مقاماتو ته د مصوونیت کارتونه ووېشل شول.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون مشر محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کندهار والي محترم حاجي ملا شيرین اخند او يو شمېر نورو مسئولینو سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن په کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو او مل پلاوي سره ولیدل.