خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر له مرستیال ښاغلي محمد مخبر سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رئیس ښاغلي علي اکبر احمدیان سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي نن یکشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دکتور امیر عبداللهیان او مل پلاوي سره وکتل.
افغان شخصيتونو سره د افغانستان اسلامي امارت د ارتباط کمېسيون نن له بهر څخه د پخوانۍ ادارې راستنو شويو يو شمېر پوځي او ملکي مسؤولینو ته د مصؤونیت کارتونه ورکړل او دغو کسانو د ارتباط کمېسيون له هلو ځلو څخه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د توتاخېل قوم یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر نن په سپیدار ماڼۍ کې د کابل ولایت د کوچیانو له یو شمېر استازو سره ولیدل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی نن شنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۳مه نېټه ایران اسلامي جمهوریت ته د دې هېواد په رسمي بلنه په سفر ولاړ.