خبرونه

د کندز ولایت یو شمېر علماوو سره د ریاست الوزرا اداري مرسیتال کتنه
سنبله ۰۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون په سعودي عربستان کې مېشتو د کندز ولایت یو شمېر علماوو سره وکتل.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون غونډه وکړه
اسد ۳۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون نن خپله نوبتي غونډه ترسره وکړه.

د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس د لوګر ولایت احمدزیو قوم له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل
اسد ۳۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ د احمدزیو قوم له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.

د فاریاب له والي او د غزني امنیه قومندان سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
اسد ۳۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام د فاریاب له والي محترم داملا محمد شعیب او د غزني امنیه قومندان محترم مخدوم محمد عالم رباني سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خوست ولايت یو شمېر مجاهدینو سره ولیدل
اسد ۲۹، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره ولیدل.

په ملي دفاع وزارت کې د اسلامي امارت مسؤلینو له لوري د زمري ۲۸ مه ونمانځل شوه
اسد ۲۸، ۱۴۰۲

نن په ملي دفاع وزارت کې د ا.ا د رياست الوزراء مرستيالانو، د کابينې غړو او مجاهدینو په شتون کې، له انګريزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۴ کليزې نمانځلو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
اسد ۲۸، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د هيواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۴ کليزې نمانځنې مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې د ياد وزارت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وينا وکړه