خبرونه

د ریاست الوزراء کفیل له اهل تشیع علماوو او مخورو سره وكتل
سرطان ۲۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اهل تشیع علماوو او مخورو سره وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارو پروژه د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه پرانیستل شوه
سرطان ۲۱، ۱۴۰۲

په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټولګټو چارو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني، د پروان او بغلان ولایتي مسؤلینو او د خصوصي سکټور استازیو حضور درلود.

د ریاست الوزراء کفیل د ودانیزو شرکتونو له مسئوولینو سره وکتل
سرطان ۲۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ودانېزو شرکتونو له یو شمېر مالکانو او مسئوولینو سره ولیدل.

د ریاست الوزراء کفیل د قرباغ ولسوالۍ له علماوو او مخورو سره ولیدل
سرطان ۲۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل د قرباغ ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل په تهران کې د افغانستان له سفیر او د کلیو د بیا رغونې او پراختيا وزارت معین سره ولیدل
سرطان ۲۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په تهران کې د افغانستان له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او د کلیو د بیا رغونې او پراختيا وزارت معین مولوي عبدالرحمن حلیم سره ولیدل.

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه وکړه
سرطان ۲۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن په سپېدار ماڼۍ کې خپله نوبتي غونډه وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې غړو سره وکتل
سرطان ۲۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر نن د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې له مشر او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.