خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یوشمېر پخوانیو جنرالانو سره ولیدل
حمل ۰۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د تېرې ادارې له یو شمېر پوځي جنرالانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه
حمل ۰۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه نن جوړه شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې او فعالې اړیکي غواړي
حمل ۰۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر په سپیدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال ښاغلي مارکوز پوتزل سره وکتل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مېلمستیا په ترڅ کې د اوزبیکستان د پلاوي کوربه توب وکړ
حمل ۰۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د ملي امنیت سلاکار او د بهرني سیاست په چارو کې د اوزبیکستان د جمهوررئیس د ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ افغانستان ته د راغلي پلاوي کوربه توب وکړ.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي له ازبيکستان راغلي پلاوي سره کابل کې وکتل
حمل ۰۲، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرني سیاست کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د افغان لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکوي
حمل ۰۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د المپیک کمېټې رئیس نظر محمد مطمئن سره وکتل.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ
حمل ۰۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د بهرنیو چارو