خبرونه
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هرات والي سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ راستنو شویو کډوالو ته د رسیدګي په برخه کې د یاد ولایت د مجاهدینو او مسئولینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزارء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د یادې غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، په هیواد کې د سراسري امنیت له تامین سره پانګونې ، د صنعت او اقتصاد ودې ته ښه زمینه برابره ده او په تېرو څلورو کالو کې په دې برخو کې ښه...
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام د ننګرهار اوسېدونکو ته د خدماتو برابرولو، د هغوی د ستونزو د حل او په ځانګړې توګه راستنوشویو کډوالو ته د اړینو خدماتو په برخه کې د یاد ولایت د مجاهدینو او مسئولینو کړنې او اجرات وستایل.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس وویل، مسئولین دې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په اساسي توګه حل، خپلمنځي همغږي او متقابل درناوی لا زیات او خپل مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې ولیدل او له اذربایجاني مسؤلینو یې وغوښتل چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو د حفظ او قرنطین د موافقتنامې لاسلیک کېدل، افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې...
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست د دوام په پایله کې، د روسیې فدراسیون له خوا په رسمیت وپېژندل شو. اسلامي امارت د دغه ګام تود هرکلی کوي.