خبرونه
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه په عشق اباد کې د سفیر او په ماري کې د جنرال قونسل کچې ته د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړېدل مهم وبلل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه نن د اذربایجان هېواد پوزولي ښار ته ورسېد.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې پر نړیوال سټېج د افغانستان په اړه د ازبکستان جمهوریت له مثبت او واقعبینانه موقف څخه مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د تلپاتې ښو اړیکو غوښتنه وکړه.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل چې قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی، په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي او د عدل د قضاء په نیت یو ساعت کښېناستل، الله تعالی جل جلاله (په یو روایت کې د شپیته کاله او بل روایت کې د اویا کاله)...
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر منلو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په خپله وینا کې وویل، اسلامي امارت د ټولو تاجرانو، پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ کړی او لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي. د تاجرانو او پانګوالو پر فعالیتونو د مالیو معافیت او کمول د دې ملاتړ بېلګې دي.