خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين - سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه
جوزا ۲۹، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې د چين - سويلي اسيا نندارتون د سيمې هيوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی وويل: د چين ولسي جمهوریت د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين ولسي جمهوریت چارواکو او پانګه والو سره وکتل
جوزا ۲۹، ۱۴۰۴

مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت د «يو کمربند، يوه لار» لويې پروژې ملاتړ کوي زياته کړه، هيله لرو چې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو همکاري پراخه او پياوړې شي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
جوزا ۲۸، ۱۴۰۴

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوه پروژې منظور او دوه پروژې لغوه شوې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین سفیر سره وکتل
جوزا ۲۷، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، موږ به د خپل سفر پر مهال د چین ولسي جمهوریت د بېلابېلو چارواکو ترڅنګ له اکاډمیکو بنسټونو او سوداګریزو او اقتصادي کمپنیو سره هم کتنې ولرو.

د کابینې دوه ویشتمې غونډې د سیندونو د حریم ټاکلو او سیلانیانو ته د چوپړتیاو وړاندې کولو اړوند بحث وکړ
جوزا ۲۶، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوه ویشتمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په نولسمه نېټه ترسره شوه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د جهادي مدارسو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سیمېنار کې ګډون او وینا وکړه
جوزا ۲۵، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل چې علماء کرامو په هره زمانه کې په ډیرو سختو شرائطو کې د منبر، فتوا، جهاد، د تعلیم او تعلم، د دعوت او نصیحت له لارو د دین ساتنه او حفاظت کړی دی، مجاهدین یې تریبه کړي دي، خلک یې جهاد کولو ته هڅولي دي...

د افغانستان اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء د لوی اختر لمونځ په ارګ کې اداء کړ
جوزا ۱۷، ۱۴۰۴

د اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء پر هغو افغانانو چې بهر ته تللي غږ وکړ چې خپل وطن ته را ستانه شي او هغوی ته به هېڅوک زيان ونه رسوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا عمومي عفوه اعلان شوې او بېرته خپل پلرني هيواد ته...