خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل
جوزا ۱۴، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چین ولسي جمهوریت سفیر او مل پلاوي سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د چین ولسي جمهوریت سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار د جوماتونو له علماوو او خطیبانو سره وکتل
جوزا ۱۳، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د کابل ښار د ۲۲ ناحییو د جامع جوماتونو په ګډون د هیواد د ټولو علماوو او خطیبانو کړنې وستایلې...

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان عمومي رئیس سره وکتل
جوزا ۱۱، ۱۴۰۴

محترم الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان عمومي رئیس ته په خطاب کې وویل: هر سازمان یا وګړی چې د عوامو د رفاه او سهولت هڅه کوي، موږ یې هر اړخيز ملاتړ کوو. هیله ده چې تاسو خپلې چارې په روغتیا او نورو عامه المنفعه برخو کې دوامداره وساتئ.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا دوه پروژې پرانیستې
جوزا ۱۰، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وویل، نن په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا د دوه مهمو پروژو د پرانیستې شاهدان یوو، دا د هېواد د انرژۍ سکټور د پراختیا، عصري کېدو او خودکفایۍ په برخه کې...

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پکتیکا ولایت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه
جوزا ۰۸، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو مسؤلینو د خدمتونه ستاینه وکړه، او د سیمینار ګډونوالو ته یې مهمې توصیې وکړې، هغه زیاته کړه، چې الله تعالی په مخلوقاتو کې انسان شرافتمند پیدا کړی،...

د رياست الوزراء اداري مرستيال په هلمند کې کډوالو ته د جوړېدونکي ښارګوټي د لومړی فاز چارې پرانېستې
جوزا ۰۸، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: ميليونونه افغانانو د کوم مادي امتياز يا کاروبار لپاره نه، بلکې د دين، وطن او نواميسو د دفاع په خاطر ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو ته هجرت کړی وو.

په کندهار کې د دامان مهاجرينو د ښارګوټي دوهم فاز افتتاح شو
جوزا ۰۷، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د مهاجرينو ستونزو ته رسېدنه او پخپلو سيمو کې هغوی ته د دايمي مېشتېدنې په موخه د ښارګوټو جوړول د اسلامي امارت د مسؤلينو کاري لومړيتوب دی.