خبرونه
له بدهمرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلابونو یوشمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر په افغانستان کې د ملګرو ملتوننو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره وکتل.
نن په اقتصادي معاونیت کې د تجارت او مالیې وزارتونو، نورم او سټنډرډ ملي ادارې، د ګازو او تېلو دولتي شرکت او د درنو جرمونو ضد ادارې استازو د تېلو د نرخونو په راټیټولو او د بازار د ساتلو په اړه اختصاصي غونډه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د روشن مخابراتي شرکت له رئیس سید عزت الله هاشمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد د (IHH) موسسې له مسولینو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
د افغانستان د علماوو لویه غونډه نن له غرمې مخکې د لویې جرګې په تالار کې د هیواد له درې زرو څخه د زیاتو جیدو علماوو، مشرانو او متفنذینو په ګډون د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره رسماً خپل کار پیل کړ.