خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د شیعه اسماعیلیه و له استازو سره وکتل
سرطان ۰۲، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون چهارشنبه په سپیدار ماڼۍ کې د کابل، بغلان، بامیان، سمنګان او مزار شریف د شیعه اسماعیلیه و له استازو سره وکتل.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نوی رئیس او د ریاست الوزرا د ویاند مرستیال معرفي شول
سرطان ۰۲، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې محترم مفتي انعام الله سمنګاني د ریاست الوزرا دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاونیت اړوند...

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي سره وکتل
سرطان ۰۱، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخیت، په افغانستان کې د یاد سازمان سفیر محمد سعید العیاش او ورسره پلاوي سره وکتل.

محترم رئیس الوزرا وروستیو زلزله ځپلو سره د سل میلیونه افغانیو نغدي مرسته منظور کړه
سرطان ۰۱، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو په موخه ځانګړې غونډه په ارګ کې ترسره شوه.

په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمومنین د خواخوږۍ پيغام
سرطان ۰۱، ۱۴۰۱

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو...

له اوزبیکستاني پلاوي سره د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال لیدنه
جوزا ۲۹، ۱۴۰۱

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند "افغان انويسټ" محدودالمسٶليت شرکت پرانيست
جوزا ۲۹، ۱۴۰۱

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند "افغان انويسټ" محدودالمسٶليت شرکت پرانيست