خبرونه

په خارجي سیاست کې د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي او ملي امنیت سلاکار سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۲۹، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په خارجي سیاست کې د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره وکتل.

په افغانستان کې د سعودي عربستان نایب سفیر سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۲۸، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر الحاج شیخ دوکتور نورمحمد ثاقب هم حضور درلود په افغانستان کې د سعودي عربستان نایب سفیر بدر ابراهیم مجول العتیبي

د محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
جوزا ۲۷، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه پرون جوړه شوه.

د رياست الوزرا اداري مرستيال له ازاد شوي ماشوم عبدالرووف او پلار سره يې وکتل
جوزا ۲۷، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازديګر له ازاد شوي ماشوم عبدالرووف، د هغه له پلار او خپلوانو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه
جوزا ۲۶، ۱۴۰۱

د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون 24مه غونډه ترسره او پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو مفصل بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دهیواد د۳۴ ولایتونو دمدني ټولنو لسګونو نارینه او ښځینه استازو سره وکتل
جوزا ۲۵، ۱۴۰۱

د افغانستان داسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې دهیواد د۳۴ ولایتونو دمدني ټولنو له لسګونو نارینه او ښځینه استازو سره وکتل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
جوزا ۲۴، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمینټس او مل پلاوي سره وکتل.