خبرونه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 21مه غونډه ترسره شوه
جوزا ۱۶، ۱۴۰۱

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 21مه غونډه کې تر مفصل بحث وروسته؛ کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه وشوه، څو هغه شپږ مشارکتي پروژې چې ښاروالۍ یې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي

د آم سي سي -جي سي ال چینایي شرکت رهبري پلاوي سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال کتنه
جوزا ۱۶، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د آم سي سي -جي سي ال چینایي شرکت (MCC-JCL Aynak Minerals Company Ltd) رهبري پلاوي سره په کتنه کې د مس عینک کان د کېندلو پروژې د پيل په اړه بحث او خبرې وکړې.

د فراه ولایت یو شمېر علماو او روحانیونو سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۶، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه ولایت یو شمېر علماو او روحانیونو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون پرانیستلو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ګډون
جوزا ۱۵، ۱۴۰۱

 د «نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون» پرانیستلو او د «صنعت اونۍ» مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې ځینو غړو او لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و

د ریاست الوزرا اداري مرستیال هیواد ته له راستنو شویو یو شمېر افغان کادرونو او متخصصینو سره وکتل
جوزا ۱۵، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په امریکا او اروپا کې له مېشتو یو شمېر افغان کادرونو او متخصصینو سره چې کلونه وروسته بېرته هیواد ته راستانه شوي، وکتل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل
جوزا ۱۵، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په ارګ کې وکتل‌.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دامرباالمعروف اونهی عن المنکر وزارت مرستیال سره وکتل  
جوزا ۱۴، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د امر باالمعروف اونهی عن المنکروزارت له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحمن منیر سره په سپیدار ماڼۍ کې  وکتل.