خبرونه

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال په حضور کې د پېروزي ښارګوټي د صنعتي پارک تړون لاسليک شو
ثور ۰۸، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې نن د ښارجوړونې وزارت او د بيجينګ- ننګرهار ساختماني او توليدي شرکت تر منځ د پېروزي ښارګوټي په ختيځه برخه کې د صنعتي پارک...

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډې جوړېدل
ثور ۰۸، ۱۴۰۱

 د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ پرون چهارشنبه د روژې مبارکې میاشتې په ۲۶ مه د اداري کمېسيون غونډه تر سره شوه.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه جوړه شوه
حمل ۳۰، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه پرون په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍد اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه  
ثور ۰۵، ۱۴۰۱

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ؛ د ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، اقتصادي کمېسیون...

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان رئيس سره وکتل
حمل ۲۸، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن مازدیګر د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان عمومي رئيس يرلان باډويلټ او ورسره پلاوي سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د پروان، پنجشېر او کاپیسا له یو شمېر علماو، متنفذینو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
ثور ۰۱، ۱۴۰۱

‏یاد پلاوي له نظام او اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ، په سیاسي او امنیتي برخو او دغه راز د غوره دولتي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د یوې طرحې په چوکاټ کې شریکې کړې.

د چین هیواد د سي ان پي سي آی (CNPCI) بین المللي شرکت رئیس سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال لیدنه
حمل ۱۷، ۱۴۰۱

‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د چین هیواد د سي ان پي سي آی(CNPCI) بین المللي شرکت رئیس ښاغلي هن ریومن (Hanruimin) او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.