د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین سفیر سره وکتل
ثور ۲۸، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان طبیعي منابعو او کانونو ته په اشارې څرګنده کړه، په افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې، اسلامي امارت د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او شرکتونو او پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند تاتارستان ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو
ثور ۲۷، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر او د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټور مجلسونه درلودل.

د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول
ثور ۲۶، ۱۴۰۴

دغه تفاهم لیکونه د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا؛ د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو...

د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو
ثور ۲۶، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال وویل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرنیو...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د موردوویا له ولسمشر سره وکتل
ثور ۲۶، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لیدنې پر مهال وویل، د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو ښه فرصت برابر کړ.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل
ثور ۲۵، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت له روسیې فدراسیون غواړي، ترڅو د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخل کړي، چې پر سیاسي ډګر سربېره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان واؤسو.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان ولسمشر سره وکتل
ثور ۲۵، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې د روسیې او اسلامي نړۍ تر سرلیک لاندې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې یې د اسلامي امارت پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړه او په دې توګه یې د افغانستان او نورو هيوادونو...