د اميرالمؤمنين حفظه الله له ويناوو څخه
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.
تاسو ته مو هدایت دا دی، چې خلک د اشتباهاتو پر اساس مه نیسئ، د موثقو او کره دلایلو او اسنادو په لرلو سره یې ونیسئ او د پرېکړې لپاره یې اړوند محکمې ته وسپارئ، د اسلامي نظام ټول اصول او قوانین پلي کړئ.
د شریعت پلي کولو ته ځانګړی پام وکړئ، ټول مسوولین به حساب راکوي، چې په یو کال حکومتولي کې یې څومره شریعت پلی کړی.
ولس د ظالمانو له ظلم څخه خلاص کړئ، بداخلاقي او د فحشا مرکزونه وتړئ.
نن ورځ که کوم نشهیي د سړک پر سر مړ شي، له موږ یې پوښتنه کېږي.
دا چې موږ او تاسو ته مسوولیتونه راترغاړې دي د دې هر یوه په ټولنه کې له مونږه پوښتنه کېږي. سوالګر، لېوني، نشهیان هم پر موږ حق لري، دوی باید راټول او درملنه یې وکړو.