خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال له يو بهر مېشتي ډاکټر سره وکتل
سنبله ۱۱، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو معياري کولو لپاره د اسلامي امارت د برنامو يادونه وکړه او په بهر کې له مېشتو ټولو ډاکټرانو او متخصصينو څخه يې وغوښتل، چې خپل هيواد ته ستانه شي او د ناروغانو د درملنې...

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه
سنبله ۰۹، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت له ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې هدايت وکړ، چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت او ښه ډول پر ټاکلې نېټه بشپړې کړي.

ازبیکستان: چمتو یو چې سر له نن ورځې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د ترانزیټ لپاره هر ډول زمینه برابره کړو
سنبله ۰۸، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د ازبیکستان هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د آذربایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل
سنبله ۰۸، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د فعالیت له پيل مننه وکړه او د آذربایجان له حکومت او خصوصي سکټور څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شوو...

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی فصل دی
سنبله ۰۸، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسمو ته وویل، نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز مرکز په پرانیستې سره د ګډو تجارتي اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ په برخه کې یو ډېر اساسي ګام اخیستل کېږي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبیکستان هېواد ترمذ سرحدي ښار ته په رسمي سفر ولاړ
سنبله ۰۸، ۱۴۰۳

ټاکل شوې چې نن پنجشنبه به په دغه ښار کې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبیکستان د لومړي وزیر، د آذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز...

د یوناما د سیاسي برخې له مشر سره د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس کتنه
سنبله ۰۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر الله ذاکر په بېلابېلو برخو کې د یوناما له همکاریو په مننې وویل، ناستې او بحثونه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې د نږدې کېدو سبب کېدای شي او افغان حکومت غواړي...