خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بدخشان او بغلان ولایتونو له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل
سنبله ۰۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو او مخورو مننه وکړه وې ویل، اسلامي نظام په ټولو افغانانو پورې اړه لري او له هر ډول تبعیض پرته په ټول هیواد کې د متوازن انکشاف لپاره هڅې کوي.

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه
سنبله ۰۵، ۱۴۰۳

په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې وضعیت او تحولات وارزول شول او له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په پراختیا او د سیمه ییزو پروژو په پلي کېدو خبرې وشوې.

د تېرې ادارې د حج او اوقافو وزیر او څو تنو پخوانیو پوځیانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
سنبله ۰۵، ۱۴۰۳

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د تېرې ادارې د حج او اوقافو وزیر او څو تنو پخوانیو پوځیانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل.

د کابینې څلورمه غونډه: د درملو د نرخونو کنټرول او انسانانو د قاچاق مخنيوي په اړه بحث وشو
سنبله ۰۵، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې څلورمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر ۲۲مه/ وږي ۵مه» ترسره شوه،...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د قطر سفارت له مستشار سره ولیدل
سنبله ۰۴، ۱۴۰۳

محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، ښوونیزو، صنعت او د پانګونې په برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د جلال اباد ښار هټيوالو او لاسي توکو پلورونکو له استازو سره وکتل
سنبله ۰۳، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر په پای کې د جلال اباد ښار هټيوالو او د لاسي توکو پلورونکو ته ډاډ ورکړ چې سيمه ییز مسؤلین به د هغوی له وړاندېز سره سم خپلې چارې مخته وړي ...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تازه مېوو له یو شمېر سوداګرو سره ولیدل
سنبله ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د هغوی په ستونزو به غور وکړي او اساسي حل لارې به ورته پیدا کړي.