خبرونه

له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه فعالېږي
قوس ۰۴، ۱۴۰۴

غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه
قوس ۰۳، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د کوښښونو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کابل اوسېدونکو سره د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنيوي د همغږۍ په غونډه کې ګډون او وينا وکړه
قوس ۰۲، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسؤلينو ته په خطاب کې وويل، ستاسو په اوږو دروند مسؤليت پروت دی او د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنيوي په موخه لا زياته هڅه او له خلکو سره نېک چلند وکړئ.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
عقرب ۲۹، ۱۴۰۴

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه ﷲ تعالی د فقهي مجالسو د علماوو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه
عقرب ۲۸، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فقیه عالم په اړه وویل: فقیه هغه څوک دی، چې په فرعي احکامو علم ولري، په حلال او حرام، په فرض او واجباتو، په مکروهاتو او مکروه تنزهي او په اعتقادیه احکامو علم ولري.

د پانګونو په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي ترسرلیک لاندې علمي سیمینار کې د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
عقرب ۲۸، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې عملي سیمینار په جوړېدو د خوښي څرګندولو سره وویل، اقتصاد د یوې ټولنې د ټولو برخو په پرمختګ کې اساسي رول لري او اسلام د تولید له سپارښتنې سره د هوسا او عادلانه ټولنې په لټه کې دی.

د امام ابو حنیفه (رح) دارالعلوم د حدیثو دورې او د قرانکریم د حافظانو د فارغانو د دستاربندي مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
عقرب ۲۸، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال لومړی د فاضلانو او د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت ټول افغان ملت او په ځانګړي ډول په خپله هغوی، د هغوی استادانو او کورنیو ته د مبارکي ویلو پرمهال فاضلانو او د قرآنکریم حافظانو...