خبرونه
ډاکتر ملا عبدالوسع په تېر جهاد او اوس د نظام ساتنه کې د قلمي مبارزې ارزښت د درک وړ وباله او زیاته یې کړه، مبارزین دې د اسلامي امارت دریځ، لومړیتوبونه، په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې برجسته کړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د کډوالو ستونزو ته رسيدګي د افغانستان اسلامي امارت له اساسي مسؤلیتونو څخه دي او اړتيا ده، چې مسؤلين د هغوی د ستونزو له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن جوزجان ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت د مهاجرینو لپاره د مرستو د وېش بهیر پرانیست.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر محترم مولوی عطاءالله عمري، د علماوو د شورا رئیس او د بلخ ولایت محلي مسئولینو یې ملتیا کوله، د مراسمو په لړ کې د بلخ ولایت مهاجرینو ته د مرستو د وېش بهیر پرانیست.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د قران عظیم الشان د ایتونو په رڼا کې د تعاون او همکاري په اړه خبرې وکړې او وې ویل، هیله ده دا ناسته د الله تعالی د رضا او د هیوادوالو...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د امنیت تأمین او هیوادوالو ته خدمات وړاندې کول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او په دې برخه کې مسؤلین شپه او ورځ هڅې کوي.