خبرونه
د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه ټینګار وکړ چې والیان او محلي مسئولین مکلف دي چې له خلکو سره ښه چلند ولري، د هغوی ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو ادارو سره په همغږي د هغو د حل کوښښ وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د نغلو د برېښنا بند د مسؤلينو د فعاليتونو او کړنو قدرداني وکړه او وې ويل، له زېربناؤ ساتنه او ملت او وطن ته خدمت، زموږ اسلامي او هيوادنی مسؤلیت دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د برېښنا د لېږد ظرفیت لوړولو په موخه جدي کار روان دی چې د ازبکستان د ۵۰۰ او د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ مزو د نښلولو په صورت کې به په کابل او ولایتونو کې ۲۴ ساعته دوامداره برېښنا ولرو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د انکشافي پروژو د تطبیق او ټولنیزې هوساینې د ایجاد په برخه کې د اسلامي امارت د برنامو ډاډ ورکړ او له ټولو هیوادوالو یې وغوښتل چې د ښار د زرغونتیا او پاک ساتلو په برخه کې...