خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د نوي مرستیال د معرفي کېدو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشري پرون تر سره شوه.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته په خطاب کې وویل، ستاسې موخه او اراده باید سوداګري نه، بلکې د افغانستان ځورېدلي ولس ته خدمت وي، ځکه د علم رسول زموږ او ستاسې شریک رسالت دی او صادقانه یې اداء کړو.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو هڅې د ستاینې وړ دي او په وینا یې شهزاده سرای چې په ټول ملت پورې اړه لري،...
ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، هماغسې چې ځوانانو د اشغال پر وړاندې پخپل قوي هوډ مبارزه وکړه، اوس یې د اسلامي نظام ساتنه کې هم رول مهم دی. نوموړي دېته په اشارې چې ځوانان باید ملي نظریه ولري او په وحدت هیواد ته کار وکړي...