خبرونه

له یو شمېر قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنې
سرطان ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت سیاستونه د ملي ګټو او افغان ولس د غوښتنو پر اساس غوره او پلي کېږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل
سرطان ۰۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت په ټینګښت کې له اړوندو ادارو سره د خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت ټوله تکیه پر ملت...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د جوزجان ولايت يو شمېر علماوو او مسؤلينو سره وکتل
سرطان ۰۳، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، د افغانستان په ټولو سيمو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي، ترڅو ټول خلک په عادلانه ډول له عامه خدمتونو څخه برخمن شي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کابل عربي دارالعلوم مسؤلينو او استادانو سره وکتل
سرطان ۰۳، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل عربي دارالعلوم مسؤلينو او استادانو سره په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ښوونه او روزنه د يوې ټولنې د پرمختګ، اړتيا او پراختيا بنسټ او اساس وباله.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د الفلاح شرکت رئيس سره وکتل
سرطان ۰۳، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د الفلاح شرکت رئيس محترم صفي الله ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د ټولو فعاليتونو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره د امنیت موجوديت ځانګړی اهمیت لري...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د جوزجان او کندز ولایتونو يو شمېر مجاهدينو او متنفذينو سره وکتل
سرطان ۰۱، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د يادو ولايتونو مجاهدينو او متنفذينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د مسؤلينو دروازې د ټولو هيوادوالو پر مخ پرانيستې دي او د وړانديزونو، نظرياتو...

محترم رئیس الوزراء، د کابینې غړو او ګڼ شمیر مخورو په ارګ کي د لوي اختر لمونځ ادا کړ
جوزا ۲۸، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند، د اسلامي امارت دکابینې یو شمېر غړو، ملکي او نظامي مقاماتو او د بېلابېلو اقشارو یو شمېر متنفذینو د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې ګډون درلود.