خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل
عقرب ۰۴، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال اهل تشيع علماوو او متنفذينو سره پر دې ليدنې خوښي وښوده وې ويل، اسلامي امارت افغان ملت ته د خدمت ژمنتيا لري او د ټولنيزې هوساينې او د خلکو د ستونزو حل لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې کړې
عقرب ۰۳، ۱۴۰۴

په منظور شويو پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ نښلونکي سړکونه، د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دلتا انټرنشنل کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل
عقرب ۰۳، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره په داسې حال کې وکتل چې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
عقرب ۰۱، ۱۴۰۴

په پيل کې د یاد کمېسیون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ او وروسته د لوړو زده کړو، پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارتونو، چارو ادارې عمومي ریاست، د احصایې او معلوماتو ادارې...

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه جوړه شوه
میزان ۳۰، ۱۴۰۴

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.

‏د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه
میزان ۲۹، ۱۴۰۴

د ریاست الوزرا‌ء د دفترعمومي رئیس ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه او حیاتي پروژه وبلله او زیاته یې کړه، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې چارې پرته له کومې ستونزې په چټکۍ روانې دي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست
میزان ۲۸، ۱۴۰۴

محترم ملا صاحب زياته کړه، اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.