خبرونه
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره، متقابل درناوي او نه مداخلې پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره نېک، حسنه او متوازن روابط غواړي او له دوی هم غواړي چې اسلامي امارت سره ورته اړېکي ولري.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې د روسي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ښځو او صنایعو خونې مدیره پلاوي او اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او په اقتصادي وده کې یې د افغان متشبثو او سوداګرو مېرمنو فعالیتونه پام وړ وبلل.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماء کرامو ته په خطاب کې وویل، په دنیا کې د الله جل جلاله په نزد قدرمن او بهترین خلک علماء کرام دي، ستاسو په دربار کې باید معزز خلک علماء وي، د وخت د امیر او علماء کرامو قدر وکړئ،...
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس له اړوندو مسئولینو وغوښتل چې د ورورګلوۍ او صمیمیت په فضا کې خپلې چارې تعقیب او په اخلاص یو له بل سره همکاري وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په افغانستان کې اقلیمي بدلونونو، طبیعې پېښو او راستونو شویو مهاجرینو ته اشاره وکړه او د سیمې او نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د مهاجرینو د حقونو د تأمین په برخه کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.