خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره وکتل
میزان ۲۳، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره، متقابل درناوي او نه مداخلې پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره نېک، حسنه او متوازن روابط غواړي او له دوی هم غواړي چې اسلامي امارت سره ورته اړېکي ولري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یوشمېر روسي شرکتونو مسوولینو سره وکتل
میزان ۲۳، ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې د روسي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي سره وکتل
میزان ۲۰، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ښځو او صنایعو خونې مدیره پلاوي او اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او په اقتصادي وده کې یې د افغان متشبثو او سوداګرو مېرمنو فعالیتونه پام وړ وبلل.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
میزان ۱۷، ۱۴۰۴

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د والیانو او ولسوالانو سیمینار کې ګډون او وینا وکړه
میزان ۱۵، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماء کرامو ته په خطاب کې وویل، په دنیا کې د الله جل جلاله په نزد قدرمن او بهترین خلک علماء کرام دي، ستاسو په دربار کې باید معزز خلک علماء وي، د وخت د امیر او علماء کرامو قدر وکړئ،...

د ریاست الوزارء مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه
میزان ۱۴، ۱۴۰۴

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس له اړوندو مسئولینو وغوښتل چې د ورورګلوۍ او صمیمیت په فضا کې خپلې چارې تعقیب او په اخلاص یو له بل سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ شارژدافیرې سره د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال کتنه
میزان ۱۴، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په افغانستان کې اقلیمي بدلونونو، طبیعې پېښو او راستونو شویو مهاجرینو ته اشاره وکړه او د سیمې او نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د مهاجرینو د حقونو د تأمین په برخه کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.