خبرونه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست
میزان ۲۸، ۱۴۰۴

محترم ملا صاحب زياته کړه، اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.

د کابینې اتمه غونډه؛ د ریل پټلۍ د ګیچ ټاکلو او مهاجرینو د ځمکو د وېش پر بهیر بحث وشو
میزان ۲۸، ۱۴۰۴

غونډه کې له حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې (نیو افغان ټرانس) د ریل پټلۍ ګیچ (عرض) ټاکلو اړوند د هیئت راپور تایید شو چې یاد ګیچ دې 1520 mm ونیول شي، او ورسره دې 1435 mm ګیچ هم نظر کې ونیول شي.

د ټاپي پروژې د چارو پرمخ بیولو کې به افغانانو ته هم د کار زمينه برابره شي
میزان ۲۸، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ټاپي د افغانستان، ترکمنستان او سيمې هېوادونو د اقتصاد لپاره مهمه وبلله او له ترکمن لوري يې وغوښتل چې افغانانو ته هم د دې پروژې د چارو پرمخ بیولو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه
میزان ۲۸، ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر څخه مننه وکړه چې د ټاپي پروژې د عملي چارو د لېدنې او په دې برخه کې د لا ډېرې همغږۍ په موخه یې افغانستان ته تشریف راوړی. نوموړي ټاپي د سیمه‌ییزې همکارۍ،...

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشري د خوړو او درملو بورډ غونډه جوړه شوه
میزان ۲۷، ۱۴۰۴

د خوړو او درملو بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون نن ماسپښین ترسره شوه.

‏‏د اسلامي امارت رئیس الوزراء او د مالیزیا لومړي وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې
میزان ۲۶، ۱۴۰۴

‏محترم رئیس الوزراء د اسلامي امارت اصولي دریځ بیان کړ او وې ویل چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی؛ بلکې په سر کې هم پاکستاني لوري د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

د رياست الوزراء اداري مرستيال سرې مياشتې ته د ځانګړې شوې اونۍ مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
میزان ۲۴، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال د دغو مراسمو جوړولو له امله د افغاني سرې مياشتې عمومي رياست کارکوونکو څخه مننه وکړه او وې ويل، سرې مياشتې ته د اونۍ ځانګړي کولو موخه اړمنو او زيانمنو هيوادوالو ته د مرستو ټولول دي.