خبرونه

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۰۶، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، دا نظام د دې هیواد د زرګونو علماؤ، ښځو، کوچنیانو او سړیو د وینو د بیې نتیجه ده او ساتنه یې د افغانستان پر ټولو خلکو لازمه ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د قرغيزستان يو پلاوي سره وکتل
دلو ۰۵، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي امان ګلديف دانيار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان او قرغيزستان پیاوړې او کلکې اړيکې لري او فرهنګي او تاريخي تعلقاتو ته په پام کېدای شي دغه اړيکې...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ناروې شارژدافیر سره ولیدل
دلو ۰۵، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د امریکا او اروپايي هیوادونو په ګډون له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او له افغانستان سره د ناروې حسنه اړيکې يې ښه بېلګه وبلله.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ ولايت يو شمېر علماوو سره وکتل
دلو ۰۵، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د خلکو لپاره د امن فضا او د سولې او ورورولۍ ټينګښت د هر نظام دنده ده او اسلامي امارت د حکومت په توګه خپل مسؤوليت بولي،...

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
دلو ۰۵، ۱۴۰۲

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه ده
دلو ۰۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال مولوي مخدوم عبدالحق او د بدخشان ولایت یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د مخابراتي شبکو د بیو کمولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي
دلو ۰۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په ګډه ناسته کې د اترا ادارې له رئیس مولوي سید برات شاه آغا ندیم او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي له رئیس مولوي احمدجان بلال سره ولیدل.